‏د فراه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست مسئولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت محتسبينو د علماوو، قومي مشرانو او امنيتي ځواکونو په هڅو د مرکز اړوند په يزدې کلي کې یو تن له کورني بند څخه خلاص کړی دی.

‏د معلوماتو له مخې یاد کس چې، یار محمد نومېږي د خپل زوی له لوري اووه کاله په کورني بند کې ساتل شوی و، چې د محتسبینو په هڅو ازاد او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version