د پاکستان د طالبانو غورځنګ وياند محمد خراسانی په يوه اعلاميه کې وايي له کويټې ولایت څخه د ابو عمر په مشرۍ یوه بل ګروپ د تحریک طالبان پاکستان د امیر ابو منصور عاصم (مفتي نورولي محسود) سره په هجرت او جهاد بیعت وکړ او د تحریک د ټولو اصولو او لایحو د مراعاتولو ژمنه او تعهد یې هم وکړ.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د پراخو بريدونو سربېره د خپل فعاليت لمنه‌ پراخه کړې او يو شمېر وسله وال ګروپونه ورسره بيعت کوي او يوځای کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version