د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني له «انډس انلایسټ» ادارې سره په مرکه کې د پاکستاني پوځ اوسني جنرالان پر فساد ککړ بللي او ویلي یې دي چې همدوی پر پاکستان د پردیو جګړې تحمیل کړي او له دې لارې یې د بې ګناه خلکو ژوند دین، عزت، کور او شتمنۍ ګواښلي او پر دین او هېواد مئین خلک یې د ناسمو او غير شرعي پالسیو له امله د خپل ځان خلاف جګړې ته اړ کړي دي.

خراساني د خبرو پر دوام، ټينګار کړی تر هغې چې دغه جنرالان د پردیو د اهدافو لپاره د جګړې کولو له خپل دغه سیاست او پالسيو څخه لاس وانخلي او د دې پردۍ جګړې څخه توبه ونه کړي، دوی به یې پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي او همدا یې پاکستان کې د روانې مبارزي اصلي هدف دی.

ښاغلي خراساني، د خپل تحریک د ایډیالوژۍ په اړه د یادې ادارې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې دوی په نظریاتي لحاظ په بشپړه توګه حنفي مذهبه او د خالص دیوبندي فکر لرونکي دي او په وینا یې له بریلوي او سلفي فکر لرونکو مذهبي طبقاتو سره په فروعي مسائلو کې شته واټن یې د ګډې مبارزې مخه نه‌شي نیولی.

خراساني زیاته کړې، د دیوبندي مکتب مشرانو او سترو دیني عالمانو او همداراز د سلفي او بریلوي مکتبونو مهمو مشرانو په تېرو وختونو کې هم د ګډو لوړو او ټولنیزو اجتماعي هدفونو په خاطر په يو صف کې کار کړی، او په راتلونکي کې به هم سره یوځای کار کوي.

ښاغلي خراساني له «انډس انلایسټ» په نوم دې ادارې سره په مرکه کې د دغې ادارې ۱۷ پوښتنو ته ځوابونه ویلي او په بېلابېلو مسائیلو کې یې د پاکستاني طالبانو د دریځ په اړه معلومات ورکړي چې په ترتیب سره به له هندوکش‌غږ څخه یې په اړه معلومات خپاره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version