‏د هند انډیا ټوډی ورځپاڼې خبر ورکړی، هندي ځواکونو پر پاکستان د «سندور عملیاتو» تر نامه لاندې بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې څه باندې ۸۰ تنه وژل شوي دي.

هندي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي یا هم پوځي تأسیسات نه دي په نښه شوي.

د خبر له مخې، له دغو بریدونو دوه یې په بهاولپور او مریدکي کې د جیش محمد په مرکزونو شوي او همدارنګه مریدکي کې یو جومات چې د لشکر طیبه مرکز و، په نښه شوی دی.

د پاکستان پوځ سمدستي د بریدونو د زیان پر ارزونو بوخت دی او وایي چې وروسته به اقدام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version