Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»مخالفو ډلو د ویانا ناستې په څنډه کې د امريکا او غرب د استخباراتي ادارو له استازو سره لیدلي
    راز

    مخالفو ډلو د ویانا ناستې په څنډه کې د امريکا او غرب د استخباراتي ادارو له استازو سره لیدلي

    صابر افغانصابر افغان2 مارچ 2025۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ويانا کنفرانس په اړه د پټو معلوماتو په دوام، هندوکش غږ تازه ځينې اطلاعات ترلاسه کړي چې د ويانا ناستې په څنډه کې د امريکا، برتانيا او ځينو نورو غربي هېوادونو استخباراتي استازو، د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې له مسؤولينو او استازو او د مقاومت شوری له ځينو غړو سره د بندو دروازو تر شا ليدلي دي.

    د مقاومت جبهې د رهبري غړي او د مقاومت شوری غړي فضل احمد معنوي د هندوکش غږ سرچينې ته تائيد کړې، چې د امريکا او برتانيا استخباراتي استازو چې په ياده غونډه کې يې مستقيم حضور نه درلود او نه يې غوښتل چې ورتګ ته یې په رسنيو کې انعکاس ورکړل شي؛ په غير مستقيم ډول یې غونډه څارله. د استخباراتي ادارو یادو استازو په يو ځانګړي هوټل کې د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې له مسؤلينو او د مقاومت شوری له ورغلو استازو سره په بېلابېلو ځانګړو اطاقونو کې د ځينو مهمو مسائلو په اړه مجالس ترسره کړي دي.

    د معنوي په وينا، په دې ځانګړو ليدنو کې د مقاومت جبهې او د امريکا او برتانيا ترمنځ په ځينو مشخصو برخو کې د استخباراتي همکاريو د زياتولو په اړه بحثونه شوي او له مقاومت جبهې سره د يادو هېوادونو له لوري د مرستو وعدې هم شوې دي.

    معنوي سرچینې ته همدا راز ویلي، نه پوهېږي چې د يادو هېوادونو استازو او د آزادۍ جبهې او مقاومت شوری د ځینو استازو ترمنځ به د مجلس اجنډا څه وه، خو اټکل دا دی چې له يادو دواړو مخالفو جريانونو سره ليدنې هم د ځانګړو استخباراتي اهدافو په موخه ترسره شوې دي.

    یاده دې وي چې د سرپرست حکومت له بيا ځلې حاکميت وروسته غرب په ټول توان هڅه کړې ده چې له افغان بهر مېشتو مخالفو څهرو څخه د همسايه او سيمې هېوادونو په وړاندې په استخباراتي برخه کې استفاده وکړي.

    د هندوکش غږ د معلوماتو په اساس، په دې وروستيو کې د غرب او ايران دواړو له خوا ورته هڅې زياتې شوې دي، ايران هم په نږدې وختونو کې د مقاومت شوری او نورو مخالفو ډلو له استازو سره پټه راشه – درشه ډېره کړې ده؛ په تېره يوه مياشت کې د ايران د سپاه پاسداران يو مهم هيئت په ترکيه کې له ځينو مخالفو څهرو سره لیدلي او د ویانا له ناستې وروسته بیا د مقاومت شوری د رهبرۍ مهم غړي عبدالرب رسول سياف هم ايران ته سفر کړی او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د مقاومت شوری يو بل هيئت هم ايران ته سفر وکړي.

    مخکینۍ مقالهد ترکيې د بهرنيو چارو وزير ايران ته په اشاره: که تاسې د نورو هېوادونو د کمزوري کولو لپاره ملېشې جوړوئ، نو نور هېوادونه به هم همداسې وکړي
    راتلونکي مقاله د لوګر بزګرانو د قوشتېپې کانال د زرغونتيا لپاره ۱۷۰ زره نيالګي مرسته کړې

    مربوطه لیکنې

    د کامدېش له جګړې تښتېدلي د پوځي رژیم له لوري نظارت خونو ته انتقال شوي

    29 سپتمبر 2026

    د پوځي رژیم او بې شرمه جنګسالار ترمنځ پټه سل ميليوني معامله

    29 سپتمبر 2026

    په نورستان کې د پاور بانک جبهې ماتې، په جبهه کې درز رامنځ ته کړی

    28 سپتمبر 2026

    ۱ څرگندون

    1. منهاج on 20 مارچ 2025 12:27 AM

      الله دې وساته

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 8 اکتوبر 2026

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده: د اکتوبر ۷مه یوه نه‌ هېرېدونکې پوځي معجزه وه، چې د اسراييلي دښمن ټولې تیورۍ یې د تل لپاره ماتې کړې

    د حماس غورځنګ، د پوځي څانګې القسام وياند ابو عبيده د طوفان الاقصى عملیاتو درېیمې…

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    8 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده: د اکتوبر ۷مه یوه نه‌ هېرېدونکې پوځي معجزه وه، چې د اسراييلي دښمن ټولې تیورۍ یې د تل لپاره ماتې کړې

    8 اکتوبر 2026

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    8 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.