Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(٩)
    دیني لیکني

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(٩)

    صابر افغانصابر افغان18 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نهمه برخه

    د علماء کرامو بې احترامي او له هغوی سره بې پروایي:

    علماء کرام د انبیاوو وارثان، د دین رڼا او د قرآن او سنتو مفسرین دي، د هرې ټولنې زړه ګڼل کېږي، د خلکو ژوند له زیږون څخه تر مرګ پورې د دیني علماوو په شتون پورې تړلی دی.

    علماء د بشریت خیر خواهان دي، چې د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو په رڼا کې خلک د خیر او خوښۍ لور ته وړي.

    د علماوو پیروي او خبرې اورېدل د انسان د ژوند له اړتیاوو څخه دي، كه څوک د علماوو په لارښونه عمل ونه كړي، مسیر به يې د سمې لارې پر ځاى څاه ته ځي.

    د انسان په ژوند کې د دیني علماوو اړیکه د مور او پلار له اړیکې ډېره نږدې ده، ځکه مور او پلار هڅه کوي چې د انسان بدن و روزي او وده ورکړي، خو دیني عالمان د قرآن او احادیثو په رڼا کې د انسان روح ته تغذیه او وده ورکوي.

    د دې تر څنګ د علماوو د خبرو اورېدل د قرآن کريم جدي سپارښتنه ده؛ هغه څوک چې ځان مسلمان ګڼي باید د قرآن کریم پیغام ته درناوی وکړي، الله سبحانه وتعالی د سورة نساء په ۵۹ آیت کې فرمایلي دي:«يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ».
    ژباړه: ای مؤمنانو! د الله او د هغه د رسول او د هغو کسانو اطاعت وکړئ چې په تاسو کې امیران دي.

    د سيدنا علي، ابن عباس رضي الله عنهما، مجاهد، عطاء، ابوالعاليه او حسن بصري رحمهم الله د تفسير له مخې په پورتني آيت کې اولى الأمر کسان علماء او فقهاء دي.

    د مقاومت جبهه، د لومړي او دویم مقاومت په دواړو دورو کې له علماء کرامو سره تړاو او د هغوی د لارښوونو په رڼا کې له ژوند کولو محروم وو او دي.

    دیني علماء له بغاوت جبهې سره هېڅ راز تړاو نه لري، نه مستقیم ورسره دي او نه هم احتمالي همکاري ورسره لري؛ د دې جبهې مشران د جمهوریت د دورې هماغه حکومتي کسان دي چې ملت یې د فساد او وطن د تباهۍ په لور روان کړی و، اوس د همدې چور، لوټ، شر او فساد ته د رسېدلو لپاره له دغې جبهې سره یوځای شوي دي.

    د دې جبهې جنګیالي د پخواني وخت هماغه غله او اوباشان دي چې د اسلامي امارت په راتګ او د بشپړ امنیت له ټینګښت سره یې د غلا او لوټمارۍ ډګرونه له لاسه ورکړي او د ناچارۍ په وجه له دې جبهې سره یو ځای شوي دي.

    د افغانستان په ټولو سیمو کې علماء کرامو په مکرر ډول د منبرونو او علمي غونډو له لارې د دې جبهې غړو ته د قرآن او حدیث پیغام رسولی او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د هېواد د سوکالۍ لپاره له اسلامي نظام څخه بغاوت ونه کړي او ورسره یو ځای شي؛ دوی د علماء کرامو د مشورې پر نه منلو برسېره هغوی ته د تروریستانو او افراطیانو خطاب وکړ.

    هر هغه جماعت او ډله چې علماء ورسره نه وي انجام یې هلاکت دی؛ او هر هغه ډله چې د علماوو نصیحت ته غوږ نه نیسي، د سمې لارې په موندلو کې به غلط شي، لکه د مقاومت باغي جبهه، پرته له دې چې د علماوو په څنګ کې وي د کفر او غرب په غېږ کې د عزت په لټه کې دي.

    په اسلامي قاموس کې راغلي روایتونه دا بیانوي چې هر هغه ډله چې د علماوو بې احترامي کوي داسې نسل به ترې زیږي چې د دین له خدمت څخه لرې وي؛ داسې بې شرمه نسل به ترې پیدا کېږي چې د هیڅ شي حرمت ته به درناوی نه کوي، یوازې به د خپلو ګټو په لټه کې وي، لکه د بغاوت جبهه چې د علماوو حرمت ماتوي، په دوی رنګارنګ نومونه ږدي او د علماوو له تعلیماتو څخه لرې ژوند کوي، چې پایله یې د اسلامي نظام پر ضد پاڅون، د ناامنۍ د رامنځته کولو، د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو او د عامه ګټو د له منځه وړلو لپاره هڅه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد لارویان/بغاوتګر په هیواد کې د پرمختګ لار مسدودوي!
    راتلونکي مقاله امریکا اوکراین ته پر روسیې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د توغولو اجازه ورکړه

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.