Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان/بغاوتګر په هیواد کې د پرمختګ لار مسدودوي!
    لیکني

    د شر او فساد لارویان/بغاوتګر په هیواد کې د پرمختګ لار مسدودوي!

    صابر افغانصابر افغان18 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډلې په هيڅ صورت د هیواد پرمختګ نه شي زغملی، په تېره شل کلنه دوره کې د مافیاو څرګند حضور او فعالیتونه د هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د خرابېدو لامل ګرځېدلي وو.

    هغه وخت د دې مافیاو ترشا، نه یوازې داخلي کسان وو، بلکې ځینې بهرنۍ کړیو هم په ښکاره او پټه فعالیت درلود چې، افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ پر لور حرکت ونه کړي.

    د شر او فساد همدې مافیاوو چې، په نړېدلي جمهوري نظام کې یې فعالیت درلود، په ډېرو برخو کې د حکومتي او ټولنیزو منابعو نه غیرې عادلانه ګټه اخیسته، د فساد لپاره یې مناسب چاپېریال جوړوه، د ملت د پرمختګ لارې یې مسدودولې.

    د قومي مافیاوو حضور چې، د یو ځانګړي قوم او یا ډلې له لورې تنظیم شوي وو، د هېواد د یووالي او سولې لپاره یو ستر ګواښ و.

    د پرګنو ترمنځ وېش، بې عدالتي او د زور سیاست د دې مافیاوو مهمې برخې وې چې، د خلکو ترمنځ یې بدبیني او د شخړو فضا رامنځته کړې وه.

    د شر او فساد ډلې غواړي چې، خپلې ګټې خوندي وساتي، قومي او ژبني تعصباتو ته زمینه سازي وکړي، ترڅو یې ګټې خوندي وساتل شي، افغانستان خودکفا نه شي.

    دا چې افغانان له حده زیات، زورېدلي او کړېدلي دي؛ زه د یو افغان او مسلمان په حيث له هر څه دا ډېره اړینه بولم چې، په هیواد کې د شر او فساد مافیاوي شبکې افشا شي، جرړې یې له بېخه وایستل شي.

    د شر او فساد/د مقاومتیانو او د ځینو نورو خیالي جبهو د غړو او هوادارانو پر وړاندې یې قانوني او عدلي تعقیب ترسره شي ترڅو د یوې شفافې، متوازنې او عادلانه ټولنې لپاره هڅې روانې شي.

    که چېرته موږ وغواړو افغانستان د سولې، امن، وحدت، پرمختګ او د ورورګلوۍ لور ته لا راوګرځي، باید د هر ډول مافیاوو پر وړاندې مبارزه وکړو او د ټولنې په هره برخه کې عدالت تأمین کړو.

    هغه ډلې او ټپلې چې حاکم شرعي او اسلامي نظام ننګوي او یایې پر وړاندې ضد او نقیص تبلیغات کوي؛ زما په اند د دوی مخه ډپ کول کولای شي چې، د افغان ولسونو راتلونکی پرې روښانه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهصهيونيستي رژيم د عسکرو له کمښت سره مخ دی
    راتلونکي مقاله مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(٩)

    مربوطه لیکنې

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    12 سپتمبر 2026

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 سپتمبر 2026

    پاکستان کې د دولت ضد دریځونو له امله ۱۰۰ دولتي کارکوونکي له دندو لرې شوي

    ډیلي انډیپنډنټ د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو څانګې د معلوماتو له مخې…

    روغتیا وزارت افغان هربل تولیدي فابریکه د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلې

    14 سپتمبر 2026

    د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    14 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان کې د دولت ضد دریځونو له امله ۱۰۰ دولتي کارکوونکي له دندو لرې شوي

    14 سپتمبر 2026

    روغتیا وزارت افغان هربل تولیدي فابریکه د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلې

    14 سپتمبر 2026

    د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    14 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.