د شر اچوونکو او باغیانو سزاء:
په اسلامي فقه کې بغاوت ناحقه ظلم، تېری، له اسلامي ټولنې څخه وتل او له اسلامي نظام څخه سرکشۍ ته ویل کېږي؛ دا تعریف په دقیقه توګه د مقاومت جبهې په نوم ډلګۍ باندې چې ځان په افغانستان کې فعال ګڼي، پلی کېږي.
ځینې چې نن ورځ ځانونه د بغاوت له جبهې سره تړلي ګڼي او هماغه پخواني غله او لارې شکوونکي دي، هغوی چې د مسافرو لارویانو مالونه او ځانونه ترې په امن نه وو.
د دې جبهې اړوند کسان هماغه پخواني غاصبین دي چې په زور او دروغو یې د دولت او بیت المال شتمني لوټله، دا هماغه خلک دي چې د دولت او بیت المال په پیسو یې د ځان لپاره کش پش جوړاوه، په ټولو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې یې ډېرې دولتي ځمکې او غونډۍ په خپل نوم کړې وې، خلک ډېر پوهېږي چې دوی څومره دولتي ځمکې غصب او ولجه کړې.
د دې جبهې غړو پر بیت المال سربېره د عامو هېوادوالو شتمنۍ هم غصب کولې، څه چې یې خوښېدل د کنداغ په زور یې اخیستل، هغه دوسیې چې په قضایي محکمو کې شتون لري، د دې ادعا ښه ثبوت دی؛ خو الحمدلله اسلامي امارت د دې غصب شویو شتمنیو ډېره برخه بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته راګرځولې دي.
دوی ولې بغاوت کوي؟ دلیل دا دی چې د زورواکۍ، غصب او چپاول زمینه یې له لاسه ورکړې؛ د دوی غصب شوي مالونه اصلي مالکانو ته راګرځول شوي بل هیڅ دلیل نه لري.
که دوی وايي چې موږ د ظلم د دفع لپاره قیام کړی، دا بې بنسټه ادعا ده؛ ځکه چې د اسلامي امارت په سیوري کې نور پر چا ظلم نه کېږي، او که وشي هم بې ځوابه نه پاتې کېږي.
دا باغي ډلې د امنیت او ارامتیا له هغه نعمت څخه چې الله تعالی د اسلامي امارت په سیوري کې خلکو ته ورکړی، استفاده نه کوي، بلکې یو شمېر یې وطن او کورونه پرېښي او د خپلو غربي بادارانو غیږې ته یې پناه وړې، ځینې یې په غرونو او غارونو کې سرګردانه دي، له خپلو مسلمانانو څخه لیرې شوي، له جومات او د جمع له لمانځه څخه پاتې، د خیر او آبادۍ په کارونو کې برخه وال نه دي او په عمراني پروژو کې هېڅ رول نه لري.
تر ټولو بده دا چې دوی په افغانستان کې له واکمن اسلامي نظام څخه بغاوت کړی دی؛ اسلام له مسلمانانو څخه غوښتنه کوي چې د وخت د امير اطاعت وکړي، که څه هم هغه له جسمي او ذهني پلوه له تاسو څخه کوچنی وي؛ که حاکم مسلمان وي او د ټولنې د اصلاح هڅه کوي، نو اطاعت یې واجب دی او د هغه اطاعت پرېښودل بغاوت ګڼل کېږي، هغه څه چې تش په نامه مقاومت جبهه یې ترسره کوي.
الله تعالی د حجرات سورت په نهم آیت کې د باغي جماعت په اړه فرمایي:«وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَیْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِی تَبْغِی حَتَّى تَفِیءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ».
ژباړه: او که کله دوه ډلې مؤمنان سره په جګړه کې وي، نو د هغوی تر منځ روغه وکړئ، او که یوه ډله پر بلې تجاوز وکړي، نو د تېري کوونکي ډلې سره جګړه وکړئ ترڅو د الله د امر ته راستانه شي.
هو! پورته آیت د بغی او بغات لفظ کاروي او وایي چې بغاوت کوونکو ته نصیحت وکړئ چې له بغاوت څخه لاس واخلي، مګر که اصلاح نه شي، نو جګړه ورسره وکړئ ترڅو تسلیم یا له منځه لاړ شي.
الله تعالی د توبې سورت په ۱۲ آیت کې د بغاوت کوونکو د جزاء په اړه فرمایي:«وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ».
ژباړه: او که هغوی (کفار، منافقین او څنګلوري یې) له خپلو سوګندونو وروسته له کړي عهد څخه سرغړونه وکړي او ستا دین(اسلامي نظام) ته توهین وکړي، نو په دې صورت کې د کفر او ضلالت له مشرانو (باغیانو) سره جګړه وکړئ، ځکه چې هغوی قوي عهد او سوګند نه لري، ښایي چې دا چاره ودروي.
پورته آیت هم د دې هڅونه کوي چې د بغاوت جبهې له مشرانو سره جګړه وکړئ او د دوی په څېر هرې ډلې سره چې له اسلامي نظام څخه وتلي او بغاوت کوي، مبارزه وکړئ.
الله تعالی د سورة توبې په ۷۳ آیت کې فرمایي:«يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ».
ژباړه: ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم)، له کافرانو او منافقانو سره جهاد وکړئ او پر هغوی ډېر سخت اوسئ.
مفسرینو کرامو له پورته آیتونو څخه د بغاوت او باغیانو احکام استنباط کړي، د دې لپاره چې لا ښه پوه شئ، نو د پورته آیتونو تفسیر ته رجوع وکړئ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.