د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي چې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۳۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوي چې له ډلې یې د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۹ تعدیل او دوې پروژې د تدارکاتي مراحلو د ستونزو له امله رد شوي او په اړه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه شوې، څو یې د تدارکاتي پروسې د ټولو اصولو په پام کې نیولو سره بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د ياد معاونيت د خبرپاڼې پر بنسټ په منظور شوو او تعدیل شويو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تم‌ځای جوړول، د آقینې_اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version