یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

نړیوال سازمانونه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه په نړۍ کې د سولې د تأمین او بې طرفي په داعیه فعالیت لري؛ د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت “یوناما” او نورې اړوند ادارې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو په شمول د شر او فساد جبهو د هغه بریدونو راپورونه خپروي، چې تقریباً ټول یې د ادعا تر حده دي، یا هم یوازې د تبلیغاتي ویډيو کلیپونو تر حده دي.

د وضعیت ارزونه د ملګرو ملتونو یوه برخه جوړېږي؛ دغه سازمان پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړی دی، دوی د افغانستان حالات له نږدې څاري خو د امنیت شورا ناستې ته بیا د افغانستان وضعیت په بېله بڼه وړاندې کوي؛ هلته د نا امنۍ خبرونه اوروي.

ملګري ملتونه د خیالي جبهو پر ناکامو او ادعایوي راپورونو باور کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه رسمي راپورونو کې ځای ورکوي؛ ملګري ملتونه د امنیتي وضعیت د رسمي مستند سازۍ په نوم خیالي بریدونو ته په انعکاس سره خپله بې طرفي تر سوال لاندې راستې ده.

ملګري ملتونه د خیالي جبهو په ادعایوي راپورونو غواړي شر او فساد بیا ځل پر نړیوال سټېج مطرح کړي، ویې پړسوي او د ځینو هېوادونو په خوښه یې په نړیواله توګه ملاتړ ته زمینه سازي وکړي. دوی هېر کړي چې د ۲۰۰۱میلادي کال، د بن ناسته هم له دوه لسیزو وروسته ناکامه ثابته شوه، هماغه ناسته وه چې په توسط یې پر افغانستان د یوې فاشستي ډلې، په زور حاکمیت، قانون او کابینه وتپل شوه، خو په ۲۰۲۱م کې یې څو ورځې لا هم له بهرني ملاتړ پرته فعالیت ونکړ.

ملګري ملتونه د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس په حق کې یوازې د څو نړیوالو زبېښاک ګرو په امر، لسیزې د مداخلې، زور سیاست او یو طرفه قضاوت مخې ته وړي. طالبان له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان یوازیني واکمنان دي، چې د دغه هېواد پر ټوله جغرافیه حاکمیت لري، ملګري ملتونه هم په سمبولیکه توګه د تعامل او اړیکو ادعا لري، خو بیا یې هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان واکمنانو ته نه ده سپارلې؛ بل خوا بیا د خیالي جبهو ادعایوي راپورونو ته هم واقعي رنګ ورکوي.

ملګرو ملتونو په واقعي توګه د افغانستان په اړه خپل سیاست بې طرفه نه دی ساتلی او هڅه کوي د بن په ناسته کې ازمویل شوې ډلې او څهرې بیا پر افغانستان وتپي؛ خو دغه ډلې او څهرې نور افغان ولس ته په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version