د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او تاریخي پیوستون ساتنه هم له هغو بنسټیزو اصولو څخه دي چې د انساني ټولنو د بقا، ثبات او ګډ پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. د هرې جغرافیې اړوند چې کله د ځینو څېرو له لوري د شخصي ګټو د تأمین یا ناسم فکر پر بنسټ د تجزیې او بېلتون غږ پورته کېږي، په حقیقت کې هغه هېواد د داسې کورنیو دښمنیو او بحرانونو لور ته کشول غواړي چې پایله یې له ټولنیزې تباهۍ پرته بل څه نه وي. تاریخ په ډاګه کړې چې په لویو تاریخي هېوادونو کې د سرحدونو او کرښو جوړول هېڅکله ستونزې نه حل کوي، بلکې د هېواد د اوسېدونکو ترمنځ د نویو، پېچلو او ابدي شخړو زړي پاشي.
د تجزیه غوښتونکو لومړۍ او تر ټولو لویه فکري تېروتنه دا ده چې نوي او کوچني سرحدونه د امنیت او هوساینې لاره ګڼي. په داسې حال کې چې د نن ورځې په متمدنه نړۍ کې، د هېوادونو ځواک په پیاوړي یووالي او لویو اقتصادي او کلتوري جغرافیاوو کې نغښتی دی. د یو ګډ هېواد وېشل په وړو او جزیره ډوله برخو، د دغو نویو سیمو اقتصادي ظرفیت او سیاسي وزن کمزوری کوي، چې بالاخره د زبرځواکونو ماتحت ګرځي. دا ډول نوي رامنځته شوي جوړښتونه له جدي جغرافیایي او مالي محدودیتونو سره مخ کېږي او په طبیعي توګه د ځان ژغورنې لپاره د سیمه ییزو قدرتونو په لومو کې لوېږي، چې دا چاره د هغوی په یوې دایمي او ترخې وابستګۍ بدلوي.
بل جدي اړخ د قومي او کلتوري جغرافیاوو داسې پېچلی اوبدل شوی وضعیت دی چې د پېړیو په اوږدو کې د ګډ ژوند، رشتو او خپلوۍ په پایله کې رامنځته شوی دی. کله چې په یوه ګډه خاوره کې بېلابېل قومونه له پېړیو راهیسې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي، هغوی داسې یو واحد کلتوري جوړښت رامنځته کوي چې په اسانۍ جلا کول یې فاجعه رامنځته کوي. د مخالفینو له خوا د شخصي غوښتنو له مخې، د تجزیې هره طرحه په حقیقت کې په ارادي توګه د قومي تصفیو، اجباري او دردونکو کډوالیو او د داخلي دایمي جګړو د اور بلولو لپاره دي. خو مخالفین به په دې موخو کې له سختې ناکامۍ سره مخ کېږي.
د تجزیې غوښتنه د ټولې جغرافیې ثبات او د انسانانو ژوند ته یو جدي ګواښ رامنځته کوي، خو دا چې مخالفین په دغسې حالاتو کې خپله ګټه کوي، نو ځکه یې غوښتنه کوي. د یو پېژندل شوي تاریخي هېواد پاشل کېدل د متحد ملت داسې خلا رامنځته کوي چې جغرافیه یې سمدستي د بهرنیو هېوادونو د نیابتي سیالیو او د استخباراتي لوبو میدان ګرځي. د نظامونو په کمزورۍ یا د هېوادونو په وېشلو سره د سیمې امنیتي توازن له منځه ځي او د یو باثباته جغرافیې پر ځای د هغو سیمو خلک د وسله والو شخړو، قاچاق او بې ثباتۍ له نویو څپو سره مخ کېږي، چې د دې وضعیت اصلي قربانیان وي.
یوه ډله مخالفین چې د تجزیه غوښتونکو په توګه یې هم پېژندلای شو، ډېری وخت د عامه اذهانو د جذب لپاره خپلې غوښتنې د عدالت او حقونو د اعادې تر غولوونکو شعارونو لاندې مطرح کوي. مخالفینو ته باید وښیو چې د هغه حق او عدالت ترلاسه کول چې دوی یې د شعارونو په توګه بدرګه کوي، لاره یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا له منځه وړل نه دي، بلکې د یووالي په پیاوړتیا، د شرعي حاکمیت په ټینګښت او په ګډه د هېواد جوړونې په اراده او عملي کار کې نغښتي دي.
هغه مهال چې شوروي په افغانستان کې ماتې وخوړه او د واک د ځینو تږو سیاسیونو ترمنځ په جنجالونو کې افغانستان د کورنیو جګړو لور ته یووړل شو، د واک همدې تږو سیاسیونو هېواد د تجزیې له خطر سره مخ کړ او غوښتل یې چې د دې مؤمن او مجاهد ولس ترمنځ په قومي یا ګوندي رنګونو کرښې وباسي، افغانستان تجزیه کړي او په وړو جغرافیاوو کې خپلې شخصي ګټې تأمین کړي. خو دا ارمان یې الله تعالی د ایمان او تقوا په زینت سمبال تحریک، په اوبو لاهو کړ؛ خو مخالفین اوس هم د تجزیې خوبونه ویني.
د هر هېواد تاریخي او تمدني هویت د هغه هېواد د ټولو اوسېدونکو د ګډو هڅو، نسلونو او ګډو قربانیو ستر امانت دی. بریا، صلحه او سوکالي په بېلتون او د صفونو په وېشلو کې نه، بلکې په ګډ هوډ او د شته تنوع په منلو او دوام کې نښتې ده. د تجزیه غوښتونکو د غږونو په وړاندې د ولسي پیوستون د کلتور پیاوړي کول د هر بااحساسه وګړي مسؤلیت دی. یوازې یو پیاوړی او متحد هېواد د خپلو ټولو اوسېدونکو لپاره د هوسا، امن او دایمي ژوند زمینه برابرولی شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


