‏د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاردیک غزه کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د بشري مرستو له لېږد سربېره هم غزه کې بشري وضعیت تر ټولو بد حالت ته رسېدلی دی.

د راپورونو له‌مخې، نوموړي د صهیونیستي رژیم له‌خوا غزې ته د مرستو د لېږد پر وړاندې پر شته خنډونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه په مرستو بار یوازې شاوخوا ۲۰۰ باروړونکي موټر غزې ته داخل شوي دي.

د یادونې ده، چې لا هم غزه د صهیونیستي رژیم تر محاصرې لاندې ده او دغه رژیم د نړیوالو فشارونو له امله په دې وروستیو کې غزې ته په کمه اندازه د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version