غزه کې د فلسطین د رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم له‌خوا د پرله‌پسې محاصرې، د لارو بندښت او د غذایي موادو د کمښت له امله د شهید شویو ماشومانو شمېر ۶۶ تنو ته لوړ شوی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د صهیونیستي رژیم له‌خوا د بشردوستانه مرستو مخنیوی، د ماشومانو او ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د یادونې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د فلسطین د غزې تړانګه د صهیونیستي رژیم د پوځ له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې ده، چې په ورځني ډول لسګونه کسان د بمباریو له امله هم شهیدان او ټپیان کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version