د عبراني ژبې تحلیلي ویب‌پاڼې «میکومیت» په یوه مفصل راپور کې اعتراف کړی چې که څه هم له کال ۲۰۰۱ راهیسې له یو میلیون څخه زیات امریکایي اتباع مسلمان شوي دي، خو د اکتوبر د ۷مې (د الاقصی طوفان عملیات او د صهیونيستي رژیم له خوا د غزې په تړانګه برید) وروسته دغه بهیر نور هم ګړندی شوی دی.

د يادې رسنۍ تحليلي راپور زياتوي چې پر امريکا سربېره د اسټرالیا، فرانسې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو ډېری ځوانان هم ټینګار کوي چې د غزې د خلکو مقاومت دوی ته قناعت ورکړی چې اسلام ته داخل شي.

دا راپور چې د ایلاد بن ډیویډ له‌خوا چمتو شوی، زیاتوي «د غزې د جګړې له پیل راهیسې، چې د اکتوبر په اوومه د بریدونو له امله رامنځته شوه، په لوېدیځ کې عام بحثونه او دریځونه په اساسي ډول بدل شوي دي او له دې بدلونونو څخه يو لوی بدلون د اسرائیلو پر کړنو سختې نیوکې او د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو غندنه ده.»

ميکوميت رسنۍ په خپل راپور کې همدا راز اعتراف کړی چې د لوېديځ ډېری غیر مسلمان ځوانان د غزې د خلکو له کړاوونو سره خواخوږي لري او همدا خواخوږي د دې لامل شوې چې له اسلام سره د لويديځ د ځوانانو د یووالي احساس زیات شي او اسلام ته مخه کړي.

تحليل زياتوي چې د لويدیځ د خلکو اسلام ته تمایل نوې خبره نه ده، بلکې شاوخوا شل کاله وړاندې، د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته لسګونه زره امریکایانو د اسلام دين قبول کړ ترڅو دغه دین له رسنیو او تبليغاتو پرته په خپلواکه توګه وپېژني او د دوی له منځه یې ډېرو وويل چې رسنیو د اسلام منفي تصویر وړاندې کړی؛ خو دوی د اسلام اصلي او مثبت اړخ اسلام ته په داخلېدو سره وليده.

يادې اسرائيلي رسنۍ وړاندې ليکلي چې د اسلام په لور روان بې ساري تمایل آن ځینې یهودیان هم اغېزمن کړي دي او په همدې لړ کې مایکل چې یو یهودي امریکایی پولیس و، د «انصاري» په نوم په یوه مشهور پاډکست کې د اسلام په لور د خپل سفر په کيسه کې وويل چې د اکتوبر له اوومې وروسته د اسرائیلو جګړې او په غزه کې د دوی وحشت دی وهڅاوه چې اسلام ته ور وګرځي.

د اسلام مبارک دين د چټک خپراوي او د غزې د موضوع په اړه په دې تحليل کې همدا راز راغلي فرانسه چې د لويدیځ په کچه پکې تر ټولو کم مسلمانان شتون لري، هم اسلام ته د تمایل په برخه کې پکې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي او ډېری فرانسوي وګړو، چې اکثريت یې ځوانان دي، غزه د الهام سرچینه بللې او د اسلام مثبت انځور یې پیاوړی شوی دی.

عبدالله بن منصور، چې د اروپا د اسلامي سازمانونو د اتحادیې مشر دی، وايي «د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په فرانسه کې د اسلام منونکو خلکو شمېر ډېر زیات شوی دی له ۸۰ تنو په ورځ کې تر ۳۰۰ یا آن ۴۰۰ تنو پورې رسېدلی. د ده په وینا، یوازې په دوو میاشتو کې، شاوخوا ۲۰ زره فرانسویانو چې اکثریت یې ځوانان دي اسلام قبول کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version