د ننگرهار ځايي امنیتي مسوولین وايي، پرون د جلال‌اباد ښار له اتمې ناحیې څخه د سمیع الله په نوم یو ماشومان تښتول شوی و، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رضي الله عنه قول اردو د گمبیري کارنېزون قومندانۍ اړوند د بحر اباد پوستې د سرتېرو له لوري ژغورل شوی دی.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ماشوم یې ژغورلی؛ خو انسان تښتوونکي تښتېدلي دي، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.:«ياد ماشوم د گارنېزون قوماندان حضرت حبيب او د قول اردو د استخباراتو مدير له لوري د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو.»

په هېواد کې د انسان تښتونې پېښې کمې شوي او انسان تښتوونکي ژر نیول کېږي؛ خو لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې د انسان تښتونې پېښې کېږي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ژر ژغورل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version