Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نورستان کې د شروفساد ډلې ۲۸ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي
    افغانستان

    نورستان کې د شروفساد ډلې ۲۸ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي

    عمران آغاعمران آغا27 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دفاع وزارت ویلي، چې د نورستان د کامدیش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند فرضي کرښې له هغې غاړې څخه د افغانستان پر لوري د ناامنۍ جوړولو په موخه د څو ډلو د را اوښتو هڅه شوې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې یې ۲۸ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د پاکستاني ملیشو په ملاتړ او تشویق د داعش او «شر او فساد» د عناصرو په ګډون په څو ډلو کې افغانستان ته را اوښتي وو، چې سخت ځپل شوي او بېرته د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته تښتېدلي دي.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو ډلو کې پاکستاني ملیشې، پاکستاني اربکیان او داعش وسله وال هم موجود وو، خو د جګړې له پیل سره یې د «شر او فساد» عناصر پرېښي او بېرته تښتېدلي دي.

    د وزارت په وینا، په دې هڅه کې کارول شوي ډېری کسان د تېرې ادارې پخواني نظامیان وو چې د پاکستاني استخباراتو له لوري پاکستان ته انتقال شوي او بیا په جوړو شویو کمپونو کې له لنډو نظامي زده‌کړو وروسته نورستان ته استول شوي وو.

    وزارت ویلي، د سیمې هېوادونه باید متوجه وي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د جګړو د صادرولو، د ناامنیو لپاره د وسله‌والو د روزنې او نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږلو هڅې د ټولې سیمې د ناامنه کولو لامل کېدای شي.

    مخکینۍ مقالهد جمهوریت پر مهال د بلخ والي او د تش په نوم مقاومت شورا د رهبرۍ غړی عطاء محمد نور: د بهرنيانو د خوښۍ او شهرت لپاره خپل ځوانان په نیابتي جګړو کې مه قرباني کوئ
    راتلونکي مقاله کسپين سمندر کې د ۷ سرتېرو د ډوبېدو له امله د قزاقستان ولسمشر خپل دفاع وزير له دندې ګوښه کړی

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي

    25 اکتوبر 2026

    د جهادي آثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاريخي واقعیتونو د لېږد پر ارزښت ټينګار شوی

    25 اکتوبر 2026

    خليفه سراج الدين حقاني له خلکو سره د امنيتي مسؤلينو په نرم چلند او ښه اخلاقو ټينګار کړی

    24 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 اکتوبر 2026

    پنجشېر کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي

    د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یاد…

    د جهادي آثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاريخي واقعیتونو د لېږد پر ارزښت ټينګار شوی

    25 اکتوبر 2026

    د اسرائيلو د پوځ پخوانی لوی درستيز، ګادي‌ آيزنکوټ: نتانیاهو نور د هېواد د مشرۍ وړتیا نه لري او د اسرائیل اقتصاد او ملي امنيت ته ګواښ پېښوي

    25 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي

    25 اکتوبر 2026

    د جهادي آثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاريخي واقعیتونو د لېږد پر ارزښت ټينګار شوی

    25 اکتوبر 2026

    د اسرائيلو د پوځ پخوانی لوی درستيز، ګادي‌ آيزنکوټ: نتانیاهو نور د هېواد د مشرۍ وړتیا نه لري او د اسرائیل اقتصاد او ملي امنيت ته ګواښ پېښوي

    25 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،270 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.