یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورنه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې په هند او بنګلدېش کې سمندري توپانونه راغلي او یو شمېر کسان یې وژلې دي.
د AFP خبري اژانس ویلي، چې د دغو توپانونو له امله لس کسان په بنګلدیش کې مړه شوي دي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې بنګلدېش کې د سمندري توپان له امله تر اوسه له درې نیم میلیونو زیات کسان اغېزمن شوي، ۳۵ زره ۴۸۳ کورونه ویجاړ او له سل زرو زیاتو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
بنګلدیشي چارواکو ویلي، د دې احتمال ډېر دی چې د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
د AFP خبري آژانس زیاته کړې، چې هغه مهال اوبه د ښارونو په واټونو، لارو او کوڅو کې را ماتې شوې، چې زورورو څپو سمندري موانع او دیوالونه را ونړول.
رسنیو همدا راز په هند کې هم د ورته توپانونو د راوتلو په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د توپانونو له امله ۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې زیانمن کړي دي.
رسنیو ویلي، چې د دغو توپانونو له امله خلکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي، خو پوره جزیات یې نه دي خپاره شوي.