د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګسېټ ویلي، چې د زرین ګنبد (Golden Dome) دفاعي سیسټم لومړنۍ ازموینه ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې ازموینه کې د نوې ټکنالوژۍ اتومات سېسټم او له برېښنایي ټېکنالوژۍ څخه د فرضي ګواښونو د شنډولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
هېګسېټ پر ټولنیزه شبکه ایکس لیکلي چې دغه ازموینه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.


