د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند حکومت له پاکستان سره د ۱۹۶۰ کال د اوبو تاریخي تړون لغوه کړی او دغه راز یې د واګه پولې د سمدستي تړلو امر کړی.

‏د هند حکومت ویلي، پاکستان نور نه شي کولای چې د هند له اوبو ګټه پورته کړي.

له بل لوري د ‏پاکستان حکومت بیا د هند تازه ګام ناعادلانه او احساساتي بللی او ویلي یې دي چې، دا کار به د میلیونونو انسانانو پر ژوند منفي اغېز ولري.

پورته مهال، د پاکستان پر وړاندې د هند له وروستیو اقداماتو وروسته د یاد هېواد د ملي امنیت کمېټې بېړنۍ غونډه رابللې تر څو هند ته په ځواب ورکولو بحثونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version