ماليې وزارت، د هېواد له ګمرکونو څخه د ۶۰ ټانکره بې‌کيفيته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي، چې د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي؛ تېره اونۍ یې د فراه د ابو نصر فراهي او د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره واردېدونکي بې‌کيفيته تېل بېرته ګرځولي دي.

تر دې وړاندې هم، مالیې وزارت په فراه، نیمروز او بلخ کې له ګمرکونو څخه د ۱۲۸ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version