سرچینې وایي؛ نا پېژانده کسانو تېره شپه ١٢:٠٠ بجې د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د سکرو پر یو ستر کان لاسي بمونه غورځولي او وروسته یې ډزې کړي چې په پایله کې ۲۰ کاریګر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د دوکۍ د تاڼې د مشر همایون ناصر په خبره، وژل شویو کې درې تنه افغانان دي، پاتې نور د قلعه سیف الله او نورو سیمو اوسېدونکي دي.
د معلوماتو پر اساس، بریدګرو د یاد کان ټوله ماشینري هم له منځه وړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان ایالت کې وروستی امنیتي وضعیت کړکېچن ښودل شوی، وړمه ورځ د دې ایالت په مستونګ سیمه کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ په موټربم برید کې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.