Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبین»ولې بغاوت؟ له اسلامي نظام څخه د باغیانو د سرکښۍ لاملونو ته کتنه
    تبین

    ولې بغاوت؟ له اسلامي نظام څخه د باغیانو د سرکښۍ لاملونو ته کتنه

    صابر افغانصابر افغان26 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    بغاوت هغه کلمه ده چې په تېرو درېیو کلونو کې په ژبو اوړي را اوړي، ځینې ناپوه، کم شمېر او لاسپوڅي کسان یې تر بیرغ لاندې راټول شوي او د اسلامي نظام په وړاندې یې خپل بیرغ اوچت کړی دی.

    که څه هم د بغاوت کلمه د افغانستان په تاریخ او تېرو وختونو کې د حقیقي اسلامي نظام د نشتوالي له امله بې سارې ده، خو د اسلام په تاریخ کې د اسلامي نظام له پیل څخه د صحابه کرامو په زمانه کې دغه سترې فتنې شتون درلود او یو شمېر د شیطان له لوري دوکه شوي د دې عنوان په شاوخوا راټول شوي دي.

    هغه ډله چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دنیا او آخرت له بربادۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي او انجام یې د نورو لپاره عبرت ګرځېدلی.

    په هره زمانه کې د اسلامي نظام په وړاندې بغاوت کوونکو د خپل ناروا عمل د توجیه لپاره بېلابېل درواغجن دلایل او د خپلې خوښې لپاره هر څومره فاسدې بهانې وړاندې کړي دي.

    په دې لیکنه کې به هغه لاملونه او علتونه وڅېړو چې د اسلام او مسلمان په جامه کې د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت لامل ګرزېدلي.په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت لاملونه:

    ۱. پیسې او شتمني:د بغاوت جبهې په غولول شويو کسانو کې زيات شمېر هغه خلک دي چې د ډېرو پيسو او شتمنيو د ترلاسه کولو په موخه يې خپل دين او دنيا خرڅ کړي دي، هغه خلک چې د خپلو مشرانو له لوري یې د څو امريکايي ډالرو لپاره د اسلامي نظام او د محمدي شریعت د احکامو په خلاف وسلې پورته کړې دي؛ د نړیوال کفر د ګټو د خوندي کولو لپاره ګامونه اخلي، که په داسې حال کې توبه و نه کړي، دا ګامونه به یې د دوزخ د اور سوځونکو دروازو ته ورسوي.

    ۲. د وطن دوستۍ دروغجن احساس:د دې جبهې ځينې نور دعوه کوونکي د اسلام د دښمنانو د ناوړه تبليغاتو تر اغېز لاندې دا فکر کوي چې افغانستان د پرديو له لوري اشغال شوی دی، ځانونه د هېواد ژغورونکي بولي او د هېواد د ازادۍ نعرې وهي، په داسې حال کې چې اصلي خبره ددې برعکس او سرچپه ده، د اسلامي امارت سربازان هیڅ بهرنی ځواک نه دی، بلکې له افغان ملت څخه راولاړ او د دې ملت بچیان دي، هغه اتلان چې له شل کلن سپېڅلي جهاد وروسته وتوانېدل دا خاوره د بهرنیانو له ناولي شتون څخه پاکه کړي.د امریکا او د هغې د متحدینو د اشغال په وخت کې هماغه خلک چې اوس د هیواد د ازادۍ نعرې وهي، د اشغالګرو ښی لاس او د اشغال د بقا لاملونه وو.

    ۳. تعصب او قوم پالنه:تعصب او توکم پالنه د اسلامي نظام پر وړاندې د باغیانو د بغاوت بل لامل دی، ځکه دوی فکر کوي چې اسلامي امارت په یوه خاص قوم او ډله پورې اړه لري او ټول غړي یې له یوه قوم څخه دي، که دوی لږ هم خپل بې پریتوب او لیدلوری پراخ او ډېر کړي، په دې نظام کې به د نورو قومونو رول او د خپلې بې بنسټه ادعا بطلان ومني، تر دې چې د جمهوریت په نظام کې هم په دې کچه د یوه بل منلو شتون نه درلود.

    ۴. شخصي عقدې:په باغیانو کې داسې کسان هم شته چې عقدې او شخصي دښمنۍ یې د اسلامي نظام پر ضد بغاوت ته اړ کړي، دا هغه خلک دي چې په جمهوري نظام کې یې مقام او وقار درلود او په کورونو کې یې رنګارنګ درسترخوانونه غوړېدل، له خپل مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستلو یې د خلکو په منځ کې دروغجن نوم او نښان پیدا کړی وو، خو د اسلامي امارت په راتګ او د وراسته شوي جمهوري نظام په ړنګېدو سره د دوی د لوټ او تالان ټغر هم ټول او لاسونه یې پرې شول، له همدې امله اسلامي نظام خپل دښمن ګڼي او پر وړاندې يې ولاړ دي.

    ٥. د فساد او بې بندوبارۍ بېرته راتګ:یوه برخه نور چې د کفري نړۍ له لوري د ځوانانو د بې لارې کولو او عقیدتي کمزورتیا په موخه د غرب د شل کلنو هڅو تر اغېز لاندې راغلي، د فساد او بې بندوبارۍ په ډنډ کې ډوب او د جمهوري نظام د بیا راتګ غوښتونکي دي.

    داسې نظام چې په تیاره کې یې ټول منکرات او اخلاقي بې لارۍ په ښکاره ترسره کېدل، نه یوازې دا چې کوم ځواک یې مخه نه نیوله، بلکې په ډېرو ځایونو کې یې حتی د فسق او فساد د مجلسونو د امنیت مسولیت هم پرغاړه اخیست.

    اوس هم هماغه فاسد او بې بندوباره کسانو د جمهوریت د بیا راتګ لپاره وسله پورته کړې، هغه هیله چې ان شاء الله قبر ته به یې وړي، دېر وخت به نه وي وتلی چې وروستۍ فرد به یې هم د اسلامي امارت د زړورو ځواکونو له لوري له منځه یوړل شي.

    هغه څه چې وویل شول په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ضد د باغیانو د بغاوت تر ټولو څرګند لاملونه او علتونه دي او ښايي نور لاملونه هم ولري، خو یو څه چې باید وویل شي، هیڅ دلیل او ثبوت نشي کولای د اسلامي نظام په وړاندې د بغاوت د اجازې حکم صادر کړي، هغه کسان چې په هره بهانه د اسلامي نظام په وړاندې درېدلي، که توبه و نه کړي او په خپلو تېرو کړنو پښېمان نه شي، یقیناً چې دین او دنیا یې تباه دي، د دنیا او آخرت له ذلت پرته به هېڅ ترلاسه نه کړي.

    مخکینۍ مقالهامریکا عرب هېوادونو او اورپايي ټولنې د لبنان او اسراییل ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه وکړه
    راتلونکي مقاله کډوالو چارو وزارت د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه لاسليک کړي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.