په افغانستان کې په پرله پسې ډول د نظامونو پرځېدو، بیا پنځه کاله وړاندې د جمهوري رژیم پرځېدو دا یوه مهمه پوښتنه را ولاړه کړې، چې ولې په تېرو نږدې لسیزو کې داسې سیاسي نظامونه جوړ شول، چې د اوږدې مودې له تېرېدو سره سره یې ونه شو کولای د افغاني ټولنې په ژورو فکري، دیني، سیاسي، اقتصادي او کلتوري جوړښتونو کې ځانته ثابت ځای پیدا کړي؟
د دوی له جملې پر جمهوریت ځکه ښه مثال تطبیق کېدای شي او پوښتنه پکې ځوابېدای شي، چې په نږدې کلونو کې سقوط شوی دی. خو له دې وړاندې باید پوه شو چې جمهوریت پر کوم فکري بنسټ ولاړ و، څوک یې تطبیقوونکي وو، له کومې ټولنې سره مخامخ و او ولې د حکومت او ټولنې ترمنځ دومره ژور واټن رامنځته شوی و؟
له ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان ته د جمهوریت په نوم یو سیاسي جوړښت یا پروژه راوړل شوه، چې د نړیوالو زبرځواکونو، نړیوالو مرستو، ټانک، ټوپک، زور، قهر او احساساتو تر اغېز لاندې جوړ شوی و. د ډیموکراسۍ، لیبرال سیاست، د سیاست او دین ترمنځ د اړیکو په اړه د نوي تعریف، فرد محورۍ او د لوېدیځ د سیاست ګڼ اصول په افغانستان کې د جمهوریت په نوم تپل شوي جوړښت کې ځای پر ځای شول. دوی اصلاً هېر کړي وو، چې نظام باید د ټولنې له ارزښتونو او اړتیاوو سره سم عیار شي، نه دا چې ټولنه د یوه پردي جوړښت لپاره بدله کړل شي.
په افغاني ټولنه کې دین، اسلامي سیاست، یووالی، اصیل کلتور، تاریخي حقایق، د نظام رهبري او ټولنیز جوړښتونه د خلکو د ژوند له اساسي برخو څخه دي او ډېر پام ورته کوي. که یو نظام له دغو واقعیتونو سره د تعامل پر ځای وغواړي، چې ټولنه د یوه وارداتي سیاسي جوړښت کوربنه کړي، طبیعي ده چې له ولس سره یې فاصله پیدا کېږي.
د پرځېدلي جمهوریت په دوره کې نه یوازې ځينې اداري اصول وارداتي وو، بلکې یو لړ سیاسي مفکورې او فکري مکتبونه هم ورسره را انتقال شول، لکه: ډیموکراسي، سیکولریزم، د دین او سیاست د جلاوالي تصور، فرد محوري او د لوېدیځ د دولت او ملت ماډل په افغانستان کې د داسې مفاهیمو په توګه وړاندې شول چې باید د ټولنې سیاسي او فکري جوړښت بدل کړي.
خو د افغانستان د اکثریت خلکو لپاره دین یوازې تر فردي عباداتو پورې محدود نه و/دی؛ بلکې د ژوند هرې برخې ته یې شامل بولي، د ژوند اخلاقي، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، حقوقي او بله هره برخه چې انسان ورسره مخ کېږي، په دین پورې یې اړوند بولي. له همدې امله هغه سیاسي افکار او چوکاټونه چې غواړي دین د مؤمنو افغانانو له ژونده په بشپړه توګه جلا کړي، له یوه ژور تناقض او تصادم سره مخ کېږي، لکه همدا پرځېدلی جمهوري رژیم چې مخ شو.
د جمهوریت له دې واردې شوې پروژې سره هم مهاله نابلده اشخاص هم راڅرګند شول، ځینې یې له دې وړاندې چا نه پېژندل، په بل ځای کې زېږیدلي، لوی شوي او روزل شوي وو. دوی د تکنوکراتانو په نوم د رژیم برخه شول، خو داسې شخصیتونه یې لرل، چې له ټولنې، عنعناتو، تاریخ، خلکو او حتی د اسلام له مبارک دین سره هم نابلده وو، بیا وروسته دوی او یو شمېر پخواني جنګ سالاران په قتلونو، غلاوو، هدفي وژنو، ټول وژنو او د پردیو په مزدورۍ کې شریکان شوي وو، همدا وجه وه، چې د رژیم او عام ولس ترمنځ فکري او ټولنیز واټن ورځ تر بلې زیاتېده؛ بالاخره د بهرني ملاتړ له قطع کېدو سره سم د دغه رژیم ملا ماته شوه او نسکور شو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


