د ټولګټو چارو وزارت وياند په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د سالنګونو لویې لارې د بيا رغونې کارونه په چټکۍ روان دي.
او دا مهال د سالنګونو اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د CTB طبقې کار بشپړ شوی او د سیخ تړلو کار یې په چټکۍ سره جریان لري چې په نږدې راتلونکي کې به کانکریټ اچونې ته چمتو شي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زياتوي چې د جنوبي سالنګ اړوند د ۱۵مې ګالرۍ د فلتري طبقې کار تقریباً بشپړ شوی چې د CTB طبقې کار به یې په نږدې ورځو کې پیل شي او همدا راز له ۱۵مې ګالرۍ څخه تر ۱۴مې ګالرۍ پورې د سړک او ویالو د کیندنې کار جريان لري.
د يادونې وړ ده چې، ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار په دریو برخو کې له خصوصي سکتور سره د تړون له مخې پیل کړی؛ او تمه شته چې ډېر ژر به بشپړ شي.