د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد لهخوا د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړه.
له ارګڅخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې میاشتې په شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو څو تنو لاسپوڅو په ملتیا پر افغانستان تیری وکړ.» خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې په یووالي سره ودرېدل.»
اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو او جهادي ستومانیو په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره ۹ کاله وروسته داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماته وخوړه او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتښتیدل.
اسلامي امارت د جدې پر شپږم د شوروي اتحاد یرغل غندلی او په وړاندې یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه افتخار کړی، له شوروي ښکېلاک څخه د آزادۍ او جهاد په لاره کې ټولو شهیدانوته د جنت لوړ مقامونه، زخمیانو او معیوب شوو ته یې د اجرونو غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت ولسونو ته په اشارې ویلي، چې همیشه باید د خپل دین او وطن څخه د دفاع په لاره کې د خپلو اسلافو لاره تعقیب او د هر ډول تجاوز او ظلم پر وړاندې په میړانه ودریږي.