Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ټي ټي پي: موږ هیڅ بهرنۍ اجنډا نلرو
    سیمه

    ټي ټي پي: موږ هیڅ بهرنۍ اجنډا نلرو

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش4 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ‏د پاکستان تحریک طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وسله والو ډلو څخه د څار کمېټې ۳۳ راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی هیڅ بهرنۍ اجنډا نه لري او نه هم د کوم نړۍوال وسله وال تنظیم یا ډلې سره اړیکې لري.

    ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی دغه مبارزه د خپل هېواد د سلګونو علماوو د فتوا په رڼا کې پیل کړې، چې موخه یې په خپل هېواد کې د شرعي نظام رامنځ ته کول او حاکم کول دي.

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وسله والو ډلو څخه د څار کمېټې په خپل وروستي ۳۳ راپور کې ویلي، چې د پاکستان د تحریک طالبانو وسله والې ډلې ته د القاعدې شبکې لخوا فکري او عقیدوي روزنه ورکول کېږي او مشر ته یې د افغانستان اسلامي امارت یا افغاني طالبانو لخوا هره میاشت څه باندې درې نیم میلیونه کالدارې ورکول کېږي.

    ټي ټي پي دغه ادعاوې رد کړي او په خپره کړې خبرپاڼه کې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور کې پوری شوی تور پروپاګنډ ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې دوی ته د هیڅ بهرنۍ ډلې لخوا فکري او عقیدوي روزنه نه ورکول کېږي او دوی د پاکستان د سلګونو علماوو په فتوا وسله وال جهاد پیل کړیدی.

    ټي ټي پي زیاته کړې ده: ” د يادې کمېټې ادعا خو ډېره د تمسخر وړ ده، چې ګواکې د اسلامي امارت يا افغاني طالبانو له لوري د تحريک طالبان پاکستان محترم امیر ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) ته په مياشتني ډول پینځه دېرش لکه روپۍ ورکول کېږي، موږ خپل لګښت په خپل هېواد کې له شرعي عایداتي سرچینو او د خپل ملت له مرستو تر لاسه کوو.”

    یاده دې وي، په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړیدی او د خپلو عملیاتو لمن یې پراخه کړېده

    مخکینۍ مقالهاترا اداره: د هر مخابراتي سیمکارت بیه “سل” افغانۍ ټاکل شوېده
    راتلونکي مقاله نوې ملګرتیا؛ منځنۍ آسيا کې يوه بله غربي پروژه

    مربوطه لیکنې

    عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د سيمې پر وروستي وضعيت ټيليفوني خبرې کړي

    2 مې 2026

    د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې راپور؛ پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن دی

    2 مې 2026

    پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۴۰۹ بریدونو کې د پاکستاني رژيم نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 مې 2026

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ زندو…

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    2 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.