هندوکش‌غږ ته رسېدلو معلوماتو له‌مخې د پاکستاني طالبانو غورځنګ وسله‌والو ځواکونو له اوږدې کلابندۍ وروسته د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو ۱۵ مشهورې پوستې ونیولې.

په نیول شویو پوستو کې د ټاپو، بادام، سړوخې، سکروټه او د نغرو سیمې ټولې پوستې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ وسله‌والو ځواکونو په وروستیو اونیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو پراخ خونړي بریدونه کړي او ځینې مهمې سیمې یې له پاکستاني پوځیانو نیولې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version