پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې په ۲۰۲۴ م کال کې د پاکستان پر حکومتي ځواکونو ۱۷۵۸ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د یاد هېواد ۲۹۴۵ امنیتي ځواکونو ته‌مرګ‌ژوبله اوښتې.

د خپر پاڼې له‌مخې په دغو بریدونو کې چریکي، تعارضي، لېزري، توغندیز، ځوابي، سرتېری او تعارضي بریدونه شامل دي چې ډېره برخه يې په دېره اسماعیل خان ولایت کې شوې چې شمېر یې ۶۵۵ ته رسېږي.

راپور ښيي چې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله پوځیانو ته اوښتې چې شمېر یې ۱۴۴۱ کسانو ته رسېږي همداراز په دویم مقام کې پولیس قرار لري چې ۸۲۰ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اوښتې.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو او بریدونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ سلګونه میله سپکې او درندې وسلې او پوځي مهمات هم ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version