شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د هندوکش غږ سرچينې وايي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د امن کمېټې (اربکيانو) یو غړی عبدالله د شیخ ولي زوی د یوه هدفي برید په ترڅ کې په نښه او وژلی دی.سرچينه زياتوي چې له وژل شوي کس يو ميل وسله هم د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلې ده.د امن کمېټې (اربکيانو) په نوم د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري جوړ ځايي وسله وال د پاکستان حکومت په لارښوونه او ملاتړ وخت ناوخت له پاکستاني طالبانو سره جګړې کوي او د هغوی د کورنۍ له غړو سره هم د زور زياتي چلند ترسره کوي، چې له همدې امله د پاکستاني طالبانو موخه ګرځېدلي دي.
د ایران د پارلمان غړی، کامران غضنفري: له مجتبی خامنهای سره د شهباز شریف لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پلان برخه ده او موخه یې د خامنه ای له منځه وړل دي24 جون 2026
فارس خبري اژانس د خپل خبریال له قوله: پاکستان د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکراتو کې هیڅ رول نهلري23 جون 2026