پولیس وايي موټر دېره اسماعيل خان کې له ښار څخه پنیالې سیمې ته روان و چې نامعلومو کسانو تښتولی او له پيسو اخيستلو وروسته یې موټر ته اور اچولی دی.

په دېره اسماعیل خان کې په تېره یوه میاشت کې د بانک له موټرو څخه د پيسو تښتولو دا دریمه پېښه ثبت شوه تر دې وړاندې له ټانک سړک او ژوب سړک نه هم د بانک د پيسو موټر تښتول شوي وو.

په دېره اسماعیل خان کې د تیرې اوونۍ له بريدونو وروسته چې پکې د بانک د پيسو تښتولو د پوليسو او قاضيانو په يوه موټر بريد او نورې پېښې پکې وشوې تازه حکومت وايي معلومات یې ترلاسه کړي چې په دې لويې لارو د حکومتي کارکوونکو د ترور او تښتولو پلان نيول شوی او په وينا یې د يادو لارو په اوږدو کې به ټينګ امنيتي تدابير نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه په تیرا سيمه کې تحريک طالبان پاکستان د پوليسو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه د يوه قومندان په ګډون دولس عسکر وژل شوي او پنځلس نور ټيپان وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version