د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۱۲۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۷۴ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، له دې سره غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو رسمي شمېر ۵۵ زره او ۱۰۴ او د ټپیانو شمېر ۱۲۷زره او ۳۹۴ تنو ته لوړ شوی دی.

له بلې خوا فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کارموندنې دفتر (آنروا) ویلي، چې ۲۷۰۰ تنه فلسطیني ماشومان د سختې لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version