د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د صهیونیستي رژیم هوایي ځواکونو یو ځل بیا د غزې تړانګې پر النصیرات پنډغالي هوایي بریدونه کړي چې له امله یې ګڼ شمېر عام فلسطیني وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

بلخوا د صهیونیستي رژیم ځمکنیو ځواکونو د غزې ښار په جنوب ختیځ کې د «الزیتون» پر سیمې هم بریدونه کړي چې تراوسه په دغو بریدونو کې د شهیدانو او زخمیانو دقیقه شمېره نه ده وړاندې شوې.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې پر غزې ښار د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې تر ۴۵ زرو ډېر ملکي وګړې شهیدان شوي او تر ۱۰۷ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version