شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دې ادارې لوی رئيس ملا نورالدین ترابي او د عدالت او مدني ټولنې د پياوړتيا مؤسسې استازي د څلور سوه نهه اتیا زره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹،۳۳۲) ډالرو په ارزښت پنجشېر ولايت کې اړمنو او زيانمنو خلکو ته د مرستو رسولو هوکړه لاسليک کړه. سرچينه وايي، د يادې هوکړې له مخې به د پنجشیر ولایت په دره، خنج ولسوالیو او مرکز بازارک ښار کې ۲۲۱۶ اړمنو، زیانمنو شویو او بې سرپرسته کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې د څلورو میاشتو په اوږدو کې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۱۶۶،۹۲ ډالر ووېشل شي.د يادې ادارې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ښاغلي ترابي، د یادې مؤسسې په استازي ټينګار کړی، چې خپله تطبیق کیدونکې پروژه باید په پوره شفافیت او چټکتیا سره ترسره کړي.
ملتپال له ملت ضد ټربیون څخه؛ لېوال وايي، افغانستان انټرنشنل سره یې دوامداره خپرونه اخیستې9 نوومبر 2025