د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په ډېرو سړو ولایتونو کې د تودوخې درجې د ډېروالي له امله یې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي لس ورځې نور هم رخصت کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوهنې د چارسمبالي وزیر د ځانگړي حکم له مخې، د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو–ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي په خاطر د رسمي او خصوصي ښوونځيو گرمۍ رخصتۍ د زمري میاشتې تر شلمې نېټې پورې غځول شوې ده.: «د یاد حکم له مخې به د ښوونځیو درسونه د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه شنبې ورځ بېرته پیل شي.»

ټاکل شوې وه، نن د هېواد په سړو سیمو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي له لس ورځنۍ رخصتۍ وروسته بیا پیل شي، خو له تېرو دوو اوونیو راهیسې په ټول هېواد کې د تودوخې درجه لوړه شوې ده، چې له امله یې د پوهنې وزارت ښوونځي د لسو ورځو لپاره نور هم رخصت کړل.

د هېواد په سړو سیمو کې ښوونځي د کال په لومړۍ میاشت کې پیلېږي او تر لیندۍ میاشتې پورې دوام کوي؛ خو په تودو سیمو کې بیا د وږي په ۱۵مه ښوونځي پیلېږي او د غبرگولي په ۱۵مې پورې روان وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version