د کندهار والي ویاند محمود عزام ویلي چې ١٧ ورځي مخکې د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه د سوداګر حاجي ظریف آکا پنځه کلن زوی صفت الله انسان تښتوونکو وتښتاوه او له کورنۍ څخه یې ۵۰ زره امریکایي ډالر وغوښتل.

د کندهار والي ویاند محمود عزام زیاته کړې چې، د کشفي معلوماتو پربنسټ امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت لښکرګاه د بولان په اړوند سیمه کې د انسان تښتوونکو پر کور ځانګړي عملیات ترسره کړل او ماشوم یې د ۲ ښځو په ګډون د ۴ انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.

عزام همداراز زیاته کړې، چې یاد ماشوم نن ماځیګر د کندهار والي له لوري خپل پلار او کورنۍ ته وسپارل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version