د مالوماتو له مخې دا پېښې په هلمند، جوزجان، غزني او دایکندي کې شوې، چې ۱۱ کسان په کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د پېښو له ډلې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د چلوونکي په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی.
همدا راز بیا ورته مهال سرچینو ویلي چې درې کسان بیا د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لار د یوې کرولا او ټانکر موټر په ټکر کې مړه شوي دي.
دغه راز د غزني په مرکز کې ترافیکي پېښې یو کس مړ کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د یادو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.