Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پوهنې وزارت په ۴۰زره بستونو کې وړ کسان گماري.
    افغانستان

    پوهنې وزارت په ۴۰زره بستونو کې وړ کسان گماري.

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ازموینو ملي اداره، د پوهنې وزارت او د ازموینو ملي ادارې ترمنځ د ښوونکو د گمارنې په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه هوکړه‌لیک له مخې به د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو لپاره له ۴۰ زرو ډېر نوي ښوونکي وگمارل شي.

    د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي، د دغه هوکړه‌لیک موخه د هېواد ښوونې او روزنې پیاوتیا ته د حکومت ځانگړې پاملرنه ده.: «د وړ او مسلکي ښوونکو په گمارنې سره به د پوهنې ډگر پیاوړی شي او ځوانانو ته به کیفیت لرونکې ښوونیزې زمینې برابرې شي.»

    د ښاغلي حقاني په خبره، د علم نعمت له ټولو نعمتونو پورته دی او د همدې اصل په پیاوړتیا سره هېواد کولی شي په ځان بسیا او سیال وگرځي.: «اوس‌مهال هېواد کې د ښوونځي، نصاب، استاد او زده‌کړو معیاري کېدو ته جدي اړتیا ده او ازموینو ملي اداره په دغه برخه کې د پوهنې وزارت سره پوره همکاري کوي، څو د رڼو ازموینو له لارې مسلکي او مستعد ښوونکي یاد وزارت ته وروپېژني.»

    نوموړي هیله ښودلې، چې دغه هوکړه‌لیک به د هېواد د ښوونیز، تحصلیي او په ټوله کې د پوهنیز ډگر لپاره گټوره ثابته شي.

    د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال صبغت الله وصیل دغه هوکړه‌لیک د هېواد د ښوونې په برخه کې گڼې ستونزې هوارې کړي.

    «د دې لپاره چې په تعلیمي برخه کې د مسلکي ښوونکو کمښت له منځه ولاړ شي، پوهنې وزارت لازمه وگڼله چې د ازموینو ملي ادارې له لوري د ښوونکو استخدام په شفافه توگه ترسره شي او وړ اشخاص اړوند ښوونځیو ته وروپېژندل شي.»

    نوموړي ویلي، د اسلامي امارت له راتگ وروسته دا دویم ځل دی چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونکو بستونه په ډله‌ییزه توگه اعلان ته سپاري او د گمارنې بهیر یې د ازموینو ملي ادارې له لوري پر مخ وړي.

    د وصیل په خبره، په ټول هېواد کې به له ۴۰ زرو زیات بستونه اعلان ته سپاري، خو اوس مهال به د کابل لپاره ۲ زره او د کندهار لپاره ۵ زره بستونه اعلان ته وسپاري.

    په هېواد کې د ښوونکو لپاره د نورو مامورینو په پرتله امکانات کم دي او زرگونه ښوونکي لا هم مسلکي شوي نه دي. ډېری لېسانس ځوانان غواړي چې په نورو ادارو کې دندې ولري او د ښوونکي دندې ته څوک زړه نه ښه کوي.

    د ښوونیزو چارو کارپوهان وايي، که حکومت د ښوونکو امتیازات لوړ کړي، نو ډېر وړ ځوانان به هم د ښوونکي دندې لپاره حاضر شي او له دې سره به هېواد ښوونیز نظام هم پرمختگ وکړي.

    مخکینۍ مقالهسمنگانو کې ۹ وسله‌وال غلهٔ نیول شوي
    راتلونکي مقاله د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.