په چمن کې د پرلت کوونکو او د پآکستاني عسکرو ترمنځ خبرې بېپایلې شوې، چې له امله یې د دواړو ډلو ترمنځ اخ ډب روان دی.
پاکستاني عسکرو غوښتل چې د چمن پرلت کوونکو سره خبرې وکړې؛ خو دغه خبرې په تاوتریخوالي اوښتې دي، چې له امله یې د پرلت گڼ مشران نیول شوي دي.
د پاکستاني عسکرو له لوري د پرلت د مشرانو نیولو له امله د پرلت کوونکو غوسه راپارېدلې ده؛ د بلوچستان ځايي ادارې په چمن کې مخابراتي او انټرنېټي چوپړتیاوې بندې کړې دي.
پرلت کوونکو د کوږک غره په گډون هلته گڼې دولتي ادارې تړلې او چاته د ورتگ اجازه نه ورکوي.
په چمن کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې پرلت کوونکو د کندهار سپین بولدک ـ چمن پر لاره د پاسپورټ له منلو سره د اعتراض په ډول ناست دي؛ خو تر اوسه یې پاکستانیو ادارو غږ نه دی اورېدلی.