په چین کې د افغانستان سفارت خبر ورکوي چې د ياد سفارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د مرکزي اسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر وین بن لې او مل پلاوي سره کتلي، او افغانستان کې یې د نفتو او ګازو د استخراج په اړه خبرې کړې دي.
چين کې د افغانستان سفارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي چې په دغه کتنه کې د افغانستان لوی سفير د تیلو د استخراج پر روان بهیر او د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کیدو په اړه د نوموړي شرکت له مشر سره خپل نظر شریک کړ.
او د خبرپاڼې په وينا د نوموړي شرکت مشر وین بن لې هم د یادې پروژې بشپړ عملي کیدل مهم و بلل او له خپل اړخه یې د لا ډیرو هڅه ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه زياتوي چې بن لې همدارنګه وويل چې په نژدې راتلونکې کې به هلته د یادې پروژې د چارو د لا بهتره کیدو او پراخیدو په موخه د شاوخوا سل ميليونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسائل ورسوي ترڅو د پروژې چارې لا ګړندۍ او پراخې شي.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې بن لې وويل په نظر کې لري چې د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو د ارتقا لپاره هم په چین کې فرصتونه رامنځته کړي.