Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ
    سیاسي لیکني

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    عمران آغاعمران آغا6 مې 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په اوږده او له ویاړ ډک تاریخ کې، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي هویت تل د افغانانو له خوا د سر په قیمت ساتل شوي ارزښتونه وو، دي او وي به. په داسې حال کې چې د افغانستان ځینې تش په نوم سیاسي مخالفینو او د پاکستاني ګټو مبلغینو د خپلو شخصي ګټو او د پناه ځای د موندلو په موخه، په شعوري ډول د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره کمپاین پیل کړی، خو دا حقیقت باید هېر نه شي چې دا کرښه د یو ملت پر سینه تېره شوې او هغه زخم دی چې هیڅکله د سیاسي معاملو په مرهم نه رغېږي.

    د ډیورنډ کرښه په تاریخي لحاظ یو استعماري میراث دی چې د افغان ولس په خوښه او اراده نه، بلکې د وخت د جبري شرایطو له مخې پرې تپل شوې ده. هر هغه حرکت او افراد چې غواړي دا کرښه د رسمي سرحد په توګه وپېژني، په حقیقت کې له خپل ځان سره تاریخي جفا کوي. افغان ملت په تېره یوه پېړۍ کې ثابته کړې چې د ځمکې پر سر د هیڅ ډول تحمیلي پرېکړې منلو ته چمتو نه دی او دا موضوع د حکومتونو له واک څخه پورته، د ولس په اراده پورې تړلې ده.

    هغه کسان چې د پردیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځي چارواکو د خوشحالولو او د هغوی د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پر حریم د بریدونو صفتونه کوي، په اصل کې د خپلې غلامۍ او تابع سياست ثبوتونه وړاندې کوي. دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د دوی د هېواد پالنې شعارونه یې دروغ وښودل، بلکې د هېواد په دننه کې د هغوی پر وړاندې د ولسي کرکې د زیاتوالي لامل وګرځېدل. د پردیو د ګټو لپاره د خپل هېواد له ملي منافعو تېرېدل، یو داسې تور تاریخي داغ دی چې هیڅکله به د افغانانو له حافظې پاک نه شي.

    دا چې مخالفين استدلال کوي، چې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو سره به په سیمه کې سوله راشي، یو بې بنسټه او ناسم استدلال دی. د سیمې ثبات د سرحدونو په رسمي کېدو کې نه، بلکې د متقابل احترام، د بل په کورنیو چارو کې د نه مداخلې او په نامسؤله وسلوالو ډلو د سیمې د ګواښلو په مخنیوي کې نغښتی دی. افغانان په دې پوهېږي چې دا ډول غوښتنې یوازې د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، ترڅو افغانستان د یو ضعیف او بې ارادې هېواد په توګه وښيي، خو افغان ولس به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې دا شومې موخې عملي شي.

    اوسنی افغان حکومت او د هېواد ټول ولسي قشرونه، که څه هم په ډېرو مواردو کې ممکن متفاوت نظرونه ولري، خو کله چې خبره د ډیورنډ کرښې او ملي حاکمیت ته راځي، ټول په یو غږ ولاړ وي. دا یووالی ښیي چې مخالفین د افغانانو له روحیې او ملي شعور څخه ناخبره دي. د ډيورنډ کرښې په اړه د افغانانو غبرګونونه مخالفينو ته ښيي چې د هېواد د هرې لوېشتې خاورې ساتنه زموږ د ټولو شریک مسؤلیت دی او هیڅوک نه شي کولی د افغانانو برخلیک د مصلحتونو قرباني کړي.

    هغه ډلې چې غواړي د ډیورنډ کرښې په پلورلو، يا په مجموع کې د سرو کرښو په ماتولو سره پناه ځایونه او امتیازات ترلاسه کړي، باید پوه شي چې تاریخ د خاینانو په حق کې بې رحمه دی. د افغانانو قاطع رد او د اوسني وضعیت څار دا ثابتوي چې دا ډول هڅې همېشه له ماتې سره مخ دي. د افغانستان د بقا او عزت راز په ملي یووالي او د خپلو تاریخي پولو په ساتنه کې دی، نه د هغو طرحو په منلو کې چې د افغانانو د وېشلو او کمزوري کولو لپاره د پردیو په پوځي چوڼيو کې جوړې شوې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههند له روسیې څخه د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي توغندي اخلي
    راتلونکي مقاله تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۲۳۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    ‏بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د قطر سفیر، دکتور مردف القاشوطي د دغه…

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.