د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې ډول پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې شوي دي.
مولوي امیرخان متقي له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ په برخه کې پراخې شي.
د روسیې ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان سره خپلې اړیکې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې، هېواد یې په پام کې لري، چې نږدې راتلونکي کې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راولېږي.