د ازموینو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن دوشنبه د یادې ادارې له لورې د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو فارغانو د اېګزېټ ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه.

د یادې ادارې په وینا دا پروسه د کابل پوهنتون په جمنازیوم کې پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام ولري او د مهال وېش سره سم به هره ورځ د ټاکلو ولایتونو داوطلبان به په کې خپل د بایومټریک معلومات ثبت کړي.

یادې ادارې زیاته کړې ده چې د اېګزېټ ازموینه به د راتلونکې جمعې په ورځ واخیستل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version