Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکا په نا اعلان شوي سیاست کې بغاوتګر منزوي کېږي
    لیکني

    د امریکا په نا اعلان شوي سیاست کې بغاوتګر منزوي کېږي

    صابر افغانصابر افغان23 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو اووه څلوېښتم منتخب ولسمشر دی؛ هغه امریکايي ولسمشر چې له کاملا هریس سره تر سختي انتخاباتي سیالۍ وروسته بریالی شو. ټرمپ د خپلي تېري دورې پر مهال د امریکا په حکومتولۍ او بهرني سیاست کې ستر بدلونونه راوستل، په افغانستان کې یې د جګړې د پای ته رسولو پړه او ګڼي نوري داسې فیصلې بایډن ته پرېښودې، چې له امله یې بایډن او د هغه ګوند تر یو حده ناکام وګڼل شوه.

    ټرمپ ښايي راتلونکو کلونو کې د امریکا بهرنی سیاست بیا یوې مرحلې ته بوځي؛ په افغانستان او اسیا کې د امریکا ګټې شته، خوندي کولو او تقویت ته یې اړتیا ویني، که څه هم افغانستان اوس د امریکا لپاره ډېر لومړیتوب نلري، خو په اړه یې بې دریځه هم نه پاتېږي. د ټرمپ شخصیت، د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال څرګندونو او تېرو تجربو په ارزولو سره د افغانستان په اړه د هغه دریځ څه نا څه روښانه کېږي.

    په تېر کې مو مشاهده کړه، چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د تعامل لار غوره کړه، سیاسي خطر یې پر ځان ومانه او د با صلاحیته ټیم په لېږلو سره د مذاکراتو مېز ته کښېناست؛ هغه یو سوداګر دی او سوداګریز فکر لري، معامله کوي، هغه څه غواړي او ورکوي چې د امریکا ته زیان نه په کې اوړي؛ مثلاً له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو قیمت دا و، چې پر هغوی به د وتلو تر وخته برید نه کېږي. دا د تړون یوه برخه وه او په ضمیمه کې ورسره د وتلو څرنګوالی واضح شوی و.

    ډونالډ ټرمپ د امریکا پر بیا رغونه، منځني ختیځ او یوکراین جګړو پای ته رسولو باندې ډېر ټینګار کوي، هغه په دې نظر دی چې باید په کور دننه بیا رغونه وکړي او اقتصاد یې قوي شي، تر څو په اقتصادي جګړه کې مخته لاړ شي؛ ځکه اوس مهال په نړۍ کې ‌‌ډېری زبرځواکو هېوادونو اقتصادي جګړې او په کور دننه کار ته مخه کړې ده، دوی په جګړو کې په کمه اندازه ښکېلتیا غوره کوي.

    د افغانستان په اړه د ټرمپ دوه احتمالي پلانونه کېدای شي، چې یو یې د شر او فساد عاملین لا منزوي کوي او بل یې تنها موقع ورکوي، چې بهرنیانو ته بیا ځان نږدې کړي. د ټرمپ په دغه احتمالي سیاست کې افغانستان د دې تر څنګ چې لومړیتوب نه دی، بلکې په افغانستان کې د رژیم بدلون د امریکا په اجنډا کې نشته، له همدې امله د طالبانو د انشعاب ځپلو مخالفینو مالي او نظامي ملاتړ نه کوي.

    د امریکا لومړی احتمالي پلان د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې دي؛ په دغه خبرو کې لومړیتوب له افغانستان څخه امریکا ته د امنیتي ګواښونو کنټرول، اقتصادي اړیکې، سیاسي تعاملات، سیمه ییز مسایل او د اندېښنو رفعه کول دي. دغه پلان د طالبانو مخالفین لا منزوي کوي او د نړیوال سټېج یې له مطرح کېدو غورځوي.

    دوهم احتمالي پلان پر افغان حکومت د امنیتي اندېښنو له امله د فشار زیاتوالی، د بشري مرستو قطعه کېدل او د انشعاب ځپلو ډلو بیرته یو ځای کول دي. خو دا پلان بیا هم له ګڼو ننګونو سره مخ کېږي، ځکه په تبعید کې جوړي شوې ټولې ډلې – ټپلې د داخلي اختلافاتو له امله پاشل شوې دي، د یووالي هره هڅه یې شنډه شوې ده او د شخصي ګټو د تأمین په لټون کې هېڅ یوه ډله له بلي ډلې سره نه یو ځای کېږي.

    د چارو کارپوهان تر ډېره د لومړي پلان د تطبیق احتمال زیات ګڼي، ځکه ټرمپ تعاملاتي سیاست غوره کوي او سوداګریز فکر لري، مګر په دواړو پلانونو کې بیا هم د افغان ولس ګټې او زیانونه نغښتي دي؛ خو شر او فساد ته له زیان پرته نور هیڅ نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل پوهنتون کې د اېګزېټ ازموینې د ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه
    راتلونکي مقاله بهرنيو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان سفارت د بيا پرانیستلو هرکلی کړی

    مربوطه لیکنې

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 6 سپتمبر 2026

    د هند لومړی وزير، نريندرا مودي: که چیرې پاکستان په هر ډول ناسمې ماجرا جویۍ لاس پور کړ، د هندوستان وسله وال ځواکونه به د پاکستان خاورې ته ورننوځي او حمله به وکړي

    د هندوستان لومړي وزیر مودي د نوي ډیلي د پوهنتون په «شري رام »سوداګرۍ پوهنځي…

    د بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه خبرې کړي

    6 سپتمبر 2026

    تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۰۱ مهاجرې کورنۍ هېواد ته راستانې شوي

    6 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هند لومړی وزير، نريندرا مودي: که چیرې پاکستان په هر ډول ناسمې ماجرا جویۍ لاس پور کړ، د هندوستان وسله وال ځواکونه به د پاکستان خاورې ته ورننوځي او حمله به وکړي

    6 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه خبرې کړي

    6 سپتمبر 2026

    تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۰۱ مهاجرې کورنۍ هېواد ته راستانې شوي

    6 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.