‏کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د ترکيې بشري مرستې ستايلي او د افغانستان او ترکيې دوه اړخيزې اړيکې يې مخ پر ودې بللې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version