افغانستان د اشغال او جمهوريت په سيوري کې يواځې د زېربناوو د تخريب او نسل وژنې تر خونړي توپان نه دی را تېر شوی، بلکې اشغال او جمهوريت دلته د خلکو روان وځپه، عقیدې یې ولوټلې، وجدانونه یې له ښوره واچول او له تسخير او غفلت سره يې عادي کړل، د ډېرو خلکو څهرو ته یې څو، څو رنګونه ورکړل او د ډېريو د سینو په کروندو کې يې له خپل دين، هويت او خلکو سره د دښمنۍ او عُقدو تخمونه وکرل.

پر افغانستان د امريکايي شل کلن یرغل په موده کې خپله د اشغال، جمهوريت، عُقدو او ماديت پرستۍ له امتزاج څخه را پيدا شوي یو شمېر داسې کسان هم را برسېره شول چې د دين، فتوا او مذهب تر نامه لاندې یې د غرب لپاره د تبليغاتي دستګاوو رول ولوباوه، له دې ډلې يو هم حبيب الله حسام دی، چې د مقاومت جبهې د علماؤ شورا د مشر په توګه ځان معرفي کوي، خو عملًا د بهرنيو استخباراتي اجنډاوو د پلې کولو لپاره د خطابت د مسلک لوري ته سوق شوی دی.

که څه هم د نوموړي پر ژبه اسلامي اصطلاحات ګرځي، خو د دغو اصطلاحاتو له اصلي مفاهيمو څخه تېری کوي او له همدې لارې په خلکو کې د فتنې د خپرولو لپاره دوامداره هڅې کوي او ډېری شرعي اصطلاحات د خپلو سیاسي او عُقدوي موخو لپاره تحریفوي، چې دا یوه خطرناکه لوبه ده، ځکه مذهبي ژبه که د عُقدې، سیاسي او استخباراتي موخو او شخصي غچ اخیستنې وسیله شي، نو بيا دا چاره د فتنې ښکاره بڼه ده.

حسام، چې ځان د یوه‌ روحاني شخص او ديني عالم په توګه تمثیلوي، په عمل کې د بهرنيو استخباراتو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده. هغه د خپلو وروستیو څرګندونو له لارې هڅه کړې چې سرپرست حکومت سيمې، نړۍ او افغانانو ته د کړنو، اعتقاد او نظريې له پلوه د داعش غوندې ګواښ معرفي کړي، چې له دې کړنې يې د بهرنيو استخباراتو د اجنډا د يوې برخې عملي کېدا برېښي، ځکه له دې وړاندې حسام په خپلو څرګندونو کې وخت ناوخت داعش تکفيري ډلې ته لابيګري کړې ده او د داعش پر وړاندې يې د سرپرست حکومت له خوا عمليات او هدفي بريدونه تر نيوکو لاندې نيولي او سرپرست حکومت يې په دې کار په بې انصافي تورن کړی دی.

حسام چې دا مهال په غرب کې له هر راز ټولنیزو او اقتصادي اسانتیاوو او د ارام ژوند له خوندونو څخه برخمن دی، له هماغه خوندي چاپېریاله، د اور او باروتو د فلسفې تبليغ کوي، افغانان جګړې ته هڅوي او له همدې لارې غواړي خپلې عُقدې سړې کړي او خپلې موخې وپالي، په داسې حال کې چې خپلو قومونو ته د جګړې فتوا ورکوي، خو خپله یې له جګړې او جسماني تماس ترمنځ واټن زرګونه کیلومتره ته رسېږي.

د غرب له امن، قانون او هوساینې څخه خوند اخیستل او بيا له هغه ځایه د جګړې، تکفیر او بغاوت تبلیغ، نه یواځې د منافقت نښه ده، بلکې له هغه اجنډاوو سره تبليغاتي همغږي ده چې غرب يې غواړي، د همدې لپاره يې مصارف کړي او خلک یې ور ته روزلي دي.

د حسام وروستۍ څرګندونې خورا واضحې دي، نه پکې ملي خیر ته کومه اشاره شته او نه هم د اصلاح نیت ته؛ دا یو ډول شخصي عقده‌ييز خطابت دی، چې هدف یې دا نه دی چې ملت له ناخوالو وژغورل شي، بلکې هدف یې دا دی چې د واک معادله بېرته داسې شي چې نوموړی پکې مطرح رول ولري. د هغه نیوکې نه له خواخوږۍ، نه له تقوی او نه هم له ملي مصالحو سره تړاو لري، نوموړی يو د هغه خلکو له جملې دی چې قدرت ته د رسېدو لپاره په وجدان، اصولو او حتی دین هم معامله کوي.

په پای کې باید وویل شي چې حبيب الله حسام نه د اصلاح غوښتونکی دی او نه هم د دین نمائنده، بلکې د غرب د اجنډاوو يو خطيب دی، چې د قدرت لپاره يې د تکفیر له ژبې، د مذهبي تفرقې له روحیې او د شخصي عُقدو له احساساتو کار اخیستی. دا ډول څهرې که په ملت کې نه بربنډېږي، نو د ولس فکري سلامتیا ته به يو ستر تهدید وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version