د هرات-خواف کمیسارۍ مسئولینو ویلي، تېره شپه له سوداګریزو توکو ډک ریل ګاډي له ایران څخه د هرات ولایت روزنک تم ځای ته رارسېدلي چې ۳۷ واګونونه یې اهن چادر او ۹ واګونونه یې بوره ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د تیرې ورځې په جریان کې په مجموعي ډول ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي د هرات روزنک تم ځای ته وارد شوي، چې پکې سون توکي، غذایي او ساختماني مواد شامل دي.

یادې کمیسارۍ هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې په نورمال ډول د تجارتي توکو انتقالات روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی.

د ایران اوسپنې پټلۍ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د ایران خاوره کې په سلګونه واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به افغانستان ته وارد شي.

د هرات-خواف کمیسارۍ مسئولینو له ملي سوداګرو غوښتي چې بې له کوم موجه دلیل څخه پرته دې د تجارتي توکو بیې لوړې نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version