د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې یې د شرابو جوړولو یوه کارخونه له منځه وړې ده.

له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شي، په دغه کارخونه ۳۵۰ لیتره شراب، د شراب جوړولو وسایل او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

پرون د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې په ۴۰ پلاستیکي کڅوړو کې ځای په ځای شوي شراب موندلي او یو تن یې په تړاو نیول شوی دی.

افغان حکومت د نشه‌يي توکو پر ضد کلکه مبارزه پیل کړې، چې د کوکنار کښت او قاچاق یې صفر کړی، د چرس کرل یې بند کړي، د ټابلیټ کا د زرگونه گولیو د واردولو مخه نیولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version