د سوریې هېواد لوړپوړي حکومتي چارواکي او سلاکار دوکتور عبدالله المحيسني د پاکستاني رژيم له لوري، کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون بريد ته په اشارې لیکلي، چې سوريه کې د بشارالاسد رژیم د سقوط پیل ادلب ښار کې د قرآن کریم د حفظ په مرکز بمبار وه.
نوموړی زياتوي، چې بیا خدای تعالی د تیري د مخنیوي لپاره د جګړې اجازه ورکړه، او سوريه کې له کافرانو سره د حساب ورځ پيل شوه.
د هغه په وينا کوم کسان چې په پاکستان کې د دولت مشري کوي باید پوه شي چې د مظلومانو وینه، چې دوی یې په ناحقه تویوي د دوی د خپل مرګ پیل دی.
