د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ايجلنډ کابل کې د پاکستاني رژيم له لوري د روږدو پر یوه روغتون په بېګاني برید ژور خپګان ښودلی دی.

نوموړي ويلي، په خپلو سترګو یې د ملکي وګړو او روغتون ویجاړ حالت ولید، چې ګڼ شمېر خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

​نوموړي د پاکستاني رژيم بېګاني وحشت ته په غبرګون زياته کړې، چې ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید هیڅکله په نښه نه شي.

​هغه همدا راز له پاکستاني رژيم غوښتي، چې د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version