د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د شیعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ فرقه‌يي جګړې د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو او قومي مخورو په منځ‌ګړیتوب په اووه ورځني لنډمهاله اوربند سره پای ته ورسېدې.

د منځ‌ګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دواړو لوریو منلې ده چې دا جګړې به پایته رسوي او د زندانیانو تبادله چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي تر سره کوي.

دغه جګړې چې پر سپرلۍ وړونکو موټرو د نامعلومه وسله‌والو له برید وروسته پیل شوې پکې د دواړو لوریو تر ۶۷ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version